دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 211499
کابل کې د افغاني محصولاتو انلاین نندارتون پرانیستل شو
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.
د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.
نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو، زعفرانو، لاسي صنايعو، د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
دوی وایي، هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
دغه راز کورني توليدات او محصولات د زوم اپليکېشن له لارې په انلاين ډول څه د پاسه پنځوسو بهرنيو سوداګرو ته معرفي شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b59rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته