دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 211521
فرانسه وايي په افریقا کې یې د القاعده مشر وژلی
د فرانسې چارواکي وایي د افریقا د مالي په هېواد کې یې د القاعده ډلې یو لوړ پوړی قومندان "عبدالمالک دروکدال" وژلی دی.

که دا خبر دقیق وي له شک پرته چې دا به په سیمه کې د القاعده ډلې لپاره یو لوی زیان وي.
داسې باور کیږي چې قومندان دروکدال او ورسره یو شمېر نور جنګیالي د جون په درېیمه نېټه " فرانسوي ځواکونو د خپلو ایتلافیانو په مرسته" وژلي دي.
د فرانسې د دفاع وزیر فلورینس پارلي په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې د القاعده ډلې دغه مشر یې د مالي په شمال کې د الجزایر پولې سره نژدې وژلی دی.
القاعده په دغه سیمه کې خورا فعاله ده او چارواکي وايي چې وژل شوی مشر یې د عملیاتونو مسول و. ځینې راپورونه وايي چې دروکدال په افغانستان کې هم جنګېدلی او اوسېدلی و.
په افریقا کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ هم تائید کړې چې د دغه کس په موندلو او وژلو کې یې مرسته کړې ده او دا یې "یوه ګډه بریا" بللې ده.
ملګري ملتونه وايي د القاعده ډلې دغه وژل شوي قومندان هغه ماینونه او چاودېدونکي توکي جوړ کړي وو چې په عامه ځایونو کې په بریدونو کې کارول شوي او سلګونه ملکي کسان یې وژلي و.
د الجزایر حکومت په ۲۰۱۳ کې عبدالمالک دروکدال په حکومتي تاسیساتو او د ملګرو ملتونو په دفترونو باندې د بریدونو له کبله په مرګ محکوم کړی و. په دغو بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي وو او ۱۷۷ نور ژوبل شوي وو.
فرانسه وايي په افریقا کې یې د یوې بلې ترهګرې ډلې مشر هم نیولی دی چې د نایجریا په لویدیځې پوله کې یې بریدونه کول.
فرانسه داسې مهال د القاعده ډلې د یو مشر د وژلو خبر ورکوي چې څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو وویل چې د القاعده ډله لا هم د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعاله ده او سلګونه جنګیالي لري.
ملګري ملتونه وايي طالبان له القاعدې سره نژدې اړیکي لري او له امریکا سره یې د دغې ډلې په مشورې تړون لاسلیک کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchizniz23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته