کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټکوانډو فډراسیون نوې ډلبندي؛ ۴ افغان لوبغاړي هم نوملړ کې دي

د صدای افغان خبری آژانس , 17 جوزا 1399 ساعت 17:35

د ټکوانډو نړیوال فډراسیون د نړۍ په بېلابېلو زونونو کې د دغه فډراسیون د لوبغاړو نوې ډلبندي اعلان کړې ده.



د اعلان شوي نوملړ کې څلور افغان لوبغاړو چې اولمپيک کې د برخې اخیستو سفر ته نوماند دي ښه ځایګي یې ترلاسه کړي دي.
په اعلان شوې نوملړ کې، د ۵۸ کیلو ګرامو په وزن کې د افغانستان لوبغاړي محسن رضايي د ۵۰ امتیازونو په لرلو سره په نړۍ کې ۴۵ ځای ګی یې خپل کړی دی.
د ۶۳ کیلو ګرامو په وزن کې د افغانستان بل لوبغاړي حکمت الله زین د ۱۷.۲۹ امتیازونو په لرلو په نړۍ کې ۱۱۷ځای خپل کړی دی.
فرزاد منصوري چې نوی له دروند وزن څخه ۶۸ کیلوګرام وزن ته پښه اېږدي له ۱۸ امتیازونو سره د نړۍ په ۱۳۱ ځای کې دی او همدارنګه په ۶۸ کیلوګرامه وزن کې د افغانستان بل لوبغاړی حسین لطفي د ۱۴.۵۳ امتیازونو له لرلو سره د نړۍ ۱۵۸ ځای خپل کړی دی.
ورته مهال په المان کې مېشته افغانه ادیبه عظیمي چې له دې مخکې د کم عمره کټګورۍ کې د نړۍ لومړی ځای خپل کړی و، د تنکیو ځوانانو کټګورۍ ته له راتګ سره د  ۴۹ کیلوګرامو په وزن کې د ۲۲ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ دویم مقام خپل کړی دی.
 


د مطلب کود: 211526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211526/د-ټکوانډو-فډراسیون-نوې-ډلبندي-۴-افغان-لوبغاړي-هم-نوملړ-کې-دي

آوا
  https://www.avapress.com