دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 211527
د پروان د زردالو حاصلات به سږکال نږدې ۲۴ زره ټنه وي
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، چې د اټکل له مخې د پروان د زردالو سږنۍ حاصلات به نږدې ۲۴ زره مټریک ټنو ته ورسیږي
د یاد ریاست په خبره د شوې اټکل له مخې د پروان د زردالو کچه به نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي.
د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد وایي: «د پروان ولایت د مېوو په ډله کې له انګور وروسته زردالو دویم ځای لري، چې په دې ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه شتون لري.»
د شینواري، سیاه ګرد او سرخ پارسا ولسوالۍ او د غوربند درې د شیخ علي سیمه هغه سیمې دي، چې د زردالو ډېری بڼونه په کې جوړ شوي دي.
د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د «فره ګرد» کلي یو تن بڼوال محمدشفیق؛ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا بزګرانو او بڼوالو سره همکارۍ او دوی ته روزنه ورکول د بڼوال د محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزناک و بلل هغه وویل: «موږ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا روزنې او تخنیکي سلا مشورې تر لاسه کړي دي، چې زموږ لپاره ډېره کټوره وه. موږ ډېر تخنیکي توکو او درملو ته اړتیا لرو ترڅو وکولای شو، چې د خپلو زردالو ونې له افتونو خوندي کړو.»
دغه راز د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د «رنګاب» د کلي یو تن بڼوال عبدالحق هم د زردالو د حاصلاتو د ډېروالي خبره کوي، خو هغه وایي، چې سږکال د سړې هوا له کبله د هغه د بڼ حاصلات لږ په ځنډ پخیږي.
دغه بڼوال د خپل بڼوالۍ د محصولاتو لپاره د بازار له نه شتونه سر ټکوي او وایي: «په تېرو کلونو کې مو ددغو بڼونو له زردالو څخه ښې ګټې تر لاسه کول، خو تېر کال زردالو ښه پلور نه درلود او سږکال هم نه پوهیږو چې څه کیږي.»
په همدې حال کې د پروان ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د زردالو څلور زره او ۵۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي او دغه راز پنځه زره او ۸۱۰ بڼوال د بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي او دغه راز په ورته وخت کې پر څه باندې دوه زره بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم وېشل شوي دي.
د بڼوالۍ له ټکنالوژۍ څخه به ګټنې سره د نویو فعالیتونو د دودولو په پار د بڼوالۍ ۳۱۹ ګروپونه ایجادول نور تر سره شوي فعالیتونه دي.
د پروان ولایت د کرنې ریاست د معلومات له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې پنځه زره او ۷۴۵ بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي. د پروان ولایت د زردالو نږدې ۱۰ سلنه محصولات ددې ولایت کورني اړتیا پوره کوي او نږدې ۳۰ سلنه یې د کشتې په ډول او نږدې ۶۰ سلنه نور یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته صادریږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdxf0x5yt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته