ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وايي د ایران یزد ښار کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۳ افغان کډوال مړه شوې دي.
تهران کې افغان سفیر: یزد کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۳ افغانان مړه شوي
17 جوزا 1399 ساعت 17:55
ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وايي د ایران یزد ښار کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۳ افغان کډوال مړه شوې دي.
ښاغلي لېوال رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي دا پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې یو شمېر افغان کډوال د انساني قاچاق کوونکو موټر کې لېږدول کېدل.
د نوموړي په خبره ایراني پولیسو یې لومړی مخه نیولي او بیا یې په موټر په ټاير ډزې کړې دي چې لومړی ټاير بيا ټول موټر اور اخيستی.
په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو شمېر افغان کډوالو غوښتل په قاچاقي ډول ایران ته لاړ شي.
د ښاغلي لېوال په خبره د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په مرمیو تر ویشتلو وروسته لومړی د دغه موټر ټاير او بيا ورسته ټول موټر اور اخیستی، چې ۳ کسان په کې مړه، ۵ ټپیان او دری نور ژغورل شوي دي.
ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي چې له پرون راهیسې یزد ښار کې دی ترڅو له نږدې د پېښې څېړنه وکړي.
هغه زیاته کړه: "موږ د یزد ولایت له والي سره خبرې وکړې، د معلوماتو له مخې له بده مرغه د انساني قاچاق کوونکو دې موټر کې زموږ یو شمېر وطنوال لېږدول کېدل، دا موټر د پولیسو سره مخ کېږي او هغوی د درېدلو سپارښتنه ورته کوي خو دا موټر نه درېږي، مسئولینو منلې چې له دې وروسته ډزې کېږي، له ډزو وروسته د موټر ټایر ویشتل کېږي او موټر وروسته اور اخلي، په پایله کې ۳ افغانان مړه او یو شمېر نور سخت ټپیان کېږي."
د مطلب کود: 211530