د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په وسله واله حمله کې وژل شوی دی.
چارواکي: خوست کې د ځاځي میدان د ملي امنیت مدیر وژل شوی
د صدای افغان خبری آژانس , 17 جوزا 1399 ساعت 18:31
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په وسله واله حمله کې وژل شوی دی.
د خوست د والي ویاند دا خبر تائید کړی او نن، درجون په ۶مه یې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دې حمله کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر دوه ساتونکي زخمیان شوي دي.
د حملې مسئولیت چا نه دی منلی او په خوست کې چارواکو هم نه دي ویلي چې حمله د چا له خوا شوې ده.
د مطلب کود: 211533