دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 211552
افغان کرکټ لوبډلې یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبغاړو ته یې د راتلونکو سیالیو د چمتوالي په موخه یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ.
د بورډ په اعلامیې کې چې نن یکشنبه (غبرګولی ۱۸/ جون ۷) خپره شوې ده راغلي له دې لپاره چې لوبغاړي په کرونا ویروس اخته نشي یو لړ لارښوونې هم په نظر کې نیسي.
خبرپاڼې کې راغلي: "په دغه کمپ کې به د کرونا ویروس پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغاننستان روغتیا وزارت لارښوونې او روغتیايي اصول مراعات شي."
کرکټ بورډ وايي چې د کرونا د مخنیوي لپاره لوبغاړو ته پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
دغه کمپ نن د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شو.
د کرونا ویروس د خورېدو او نړۍ کې د ورزشي لوبو ځنډېل د کرکټ لوبې هم ټکنۍ کړې.
افغانستان کې هم د کرکټ لوبې او کمپونه ودرول شول خو د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ کرکټ بورډ اعلان وکړ چې اسټرالیا سره د روان کال په نوامبر میاشتې کې ټېسټ لوبه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs8b55rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته