دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 211567
کابل کې د تورو ښیښو لرونکو او بې اسناده وسلو پر وړاندې نوې امنیتي پرېکړه
کورنیو چارو وزارت کابل ښار کې د امنیت د ښه کېدو لپاره د ګډو ځواکونو له جورښت سره په ګټې اخیستنې غواړي یو شمېر اقدامات له نن څخه پلې کړي.
کابل کې د ګډو ځواکونو قومندانۍ تېره ورځ ( شبنه غبرګولي ۱۷ ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې کابل ښار کې د جرمونو د کمولو په موخه یې یو شمېر اقدامات په پام کې نیولي چې سره نن څخه به ښار کې پلې شي.
اعلامیه کې راغلي چې د کابل میشتو د خوندیتوب په موخه ګډو ځواکونو ( ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت ) د کابل ښار په ټولو برخو کې عملا لاس په کار شوي دي.
د شوې پرېکړې له مخې دولتي او شخصي تورو ښیښو موټرو، بې اسناده وسایطو، زرهي وسایطو او بې جوازه وسلو ګرځول منع دي.
همداسې په غیر رسمي وخت کې د دولتي وسایطو ګرځېدا منعه او د موټرو په شا ( باډۍ ) کې د ساتوونکو کېنول هم بند دي.
اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، که ذکر شوي موارد څوک له پامه وغورځوي، پر وړاندې یې جدي قانوني چلند ترسره کېږي.
امنیتي بنسټونو په کراتو کابل ښار کې د تورو ښیښو لرونکو موټرو په ګرځېدا بندیز لګولی او همداسې د بې جوازه وسلو خو هغسې چې لازمه ده، دا امر نه دی پلې شوی.
ډېر کله په چارواکو نیوکې وي، چې کابل ښار کې د تورو ښیښو لروونکي او شا ( باډۍ ) کې  ناست ساتوونکي موټر دوی ګرځوي، ځکه خو یې بندیز ستونزمن کار دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-zniq23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته