دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 211745
د سمنګان ولایت دره صوف کان کې د ګازو چاودنه شوې
تېره ورځ د سمنګان ولایت په دره صوف کان کې چاودنه شوې، چې یو شمېر کان کیندوونکي پکې تر ډبرو لاندې شوي وو.
د څلریشت ساعتونو په تېرېدو سره د ژغورنې ډله توانېدلي چې کان کې د وژل شویو کسانو جسدونه راوباسي.
دغه کان کې د چاودنې پر مهال څلور کان کيندوونکي وژل شوي، او دوه نور تر څلریشت ساعتونو وروسته په داسې حال کې چې د ژوند وروستۍ شېبې یې تېرولې له کان راویستل شوي، خو وروسته یې ساه ورکړې ده.
افغانستان کې د کانونو کيندنه له خطر ډګه فعالیت دی، چې ځينې وخت داسې پېښې رامنځته شوي او  کانونو کې یې د کاروکوونکو ژوند اخیسیتی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjyd0tw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته