دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 211752
هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۲۲ زرو واوښتې
د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۸۴ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ او دا د ۱۱۲۸ کتل شویو پایله ده.
د یاد وزارت سرپرست،  جواد عثماني چې نن (چهارشنبه د غبرګولي په ۲۱مه نېټه) خبري ناسته کې خبرې کولې، خلکو ته یې بیا د کرونا ویروس نه اخته کېدو په پار پر روغتیايي تابیاو ټینګار وکړ.
د تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۲۲ زره او ۱۴۳ ته ورسېدې.
تېره شپه ورځ کې ۲۱ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۴۰۵ ته ورسید.
د  تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې کابل کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې بېښې ۳۳۳ ثبت شوې او ورپسې بیا هرات کې ۹۶ دي. ننګرهار کې ۹۵، کندهار کې ۱۳، بادغیس کې ۶، نیمروز کې ۲۵، پروان کې ۳، کندز کې ۶، فراه کې ۱۲، کنړ کې ۱۸، زابل کې ۴، بدخشان کې ۴ او ارزګان کې هم ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په داسې حال کې چې هېواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې او د ناروغانو درملنې په برخه کې ډېر خلک شکایت لري، خو د عامې روغتیا سرپرست وزیر، جواد عثماني بیا په دغه برخه کې د تګلارې په بدلونه خبر ورکوي.
هغه خبري ناسته کې وویل:"زه هڅه کوم چې له کرونا ویروس سره مبارزه بدله کړم، څو اغېزمنه ووسي."
تازه مثبتې پېښې په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkf0xxyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته