دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 211765
سږکال به د کندز د هندواڼو حاصلات نژدې ۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي
د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې به د دغه ولایت د هندواڼو او خټکیو حاصلات څه باندې دوه سوه زرو ټنو ته ورسیږي.

د دغه ریاست چارواکو په یوې اعلامیې کې چې نن چهارشنبه (غبرګولی ۲۱/ جون ۱۰) خپره شوې وايي چې سږ کال د کندز په درې زره ۴۶۰ هکټاره ځمکې باندې د هندواڼو پالېزونه کرل شوي دي.

د کندز ولایت د کرنې، او مالدارۍ ریاست وايي د دوی د وړاندوینو له مخې په دې ولایت کې د هندواڼو د پالیزونو د حاصل سږنۍ کچه به نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.

اعلامیه زیاتوي چې په څلور زره او ۳۶۵ هکټاره ځمکې باندې خټکي کرل شوي چې د اټکل له مخې به له ۱۰۲ زره ټنو نه ډېر خټکي تولید کړي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق ویلي چې سږ کال د هندواڼو، خټکیو او نورو بوټو د کرکیلې لپاره اقلیمي شرایط ښه و او له همدې امله یې حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

په همدې حال د کندز ولایت بزګران له حکومت نه غواړي تر څو حاصلاتو لپاره ورته مناسب بازار او سړې خونې جوړې کړي تر څو زیارونه یې خاورې نشي.

د رپوټونو پر اساس په روان کال کې فراه ولایت هم یو له هغو ولایتونو دی چې د هندواڼو حاصلات یې شپږ سلنه زیات شوي دي.

چارواکو ویلي و چې فراه به سږ کال نیږدې ۷ سوه زره ټنه هندواڼه تولید کړي.

افغانستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د هندواڼو په تولید کې د کمیت او کیفیت له پلوه ښه وړتیا لري خو ایا تولید شوې هندواڼې بازارونو ته رسیږي؟

تېر کال فراه کې یو کیلو هندواڼه د بازار له نشتون له امله درې افغانیو ته راټیټه شوه.

یو شمېر بزګرانو په اعتراضي توګه خپلې هندواڼې د هرات کندهار د لویې لارې پر سړک واچولې تر څو موټر پرې تګ راتګ وکړي.

ښکاره نه ده چې ایا سږ کال به هم دغه محصول د بازار نشتون له امله په ډېره ټیټه به خرڅ شي که نه؟

د کرنې وزارت هم د سږ کال د هېواد هندواڼو ته د بازار موندنې لپاره څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-znim23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته