کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت وايي، ننګرهار کې د طالبانو بې پیلوټه طیاره نیولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1399 ساعت 14:56

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې د ځانګړي عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او نورې سپکې او درنې وسلې لاسته روغلي دي.


د ملي امنیت عمومي ریاست نن چهارشنبه جون۱۰ (غبرګولې۲۱) ویلي چې دغه عملیات د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عبدالفتاح مشهور په پتنګ د طالبانو د یوه ول شوي قوماندان د چاودېدونکو موادو پر مرکز تر سره شوي دي.
د یاد ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د تر سره شوو عملیاتو پرمهال د طالبانو یوه بې پیلوټه طیاره او د نورو سپکو او درندو وسلو په ګډون د هاوان ۸۲ مرمۍ د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بیان وايي چې په دغو ځانګړو عملیاتو کې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه چې د دغو چاودېدونکو مودو ساتنه یې کول هم نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
بلخوا د ننګرهار سمیه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د موټر بم چاودنې مخه نیولې ده.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې تیر ماښام د چپرهار د ټول پلازې سره له چاودېدونکو موادو ډک موټر او چلونکی د پولیسو له خوا ونیول شو.
نوموړي نن چهارشنبه ویلي چې موټر ته د امنیتي قواو له خوا انفجار ورکړل شو.
هغه زیاته کړې:"د دښمن لا اوس هم زړه یخ نه دي او کوښښ کوي چې زمونږ بیګناه ولسونه ووژني."
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسؤلیت نه دی منلی.


د مطلب کود: 211772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211772/ملي-امنیت-وايي-ننګرهار-کې-د-طالبانو-بې-پیلوټه-طیاره-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com