دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 211803
د نشه يي توکو له تولید او کاروبار څخه د طالبانو عاید
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې د امریکا او طالبانو د سولې په هوکړه لیک کې، د نشه يي توکو له تولید او کاروبار څخه د طالبانو د عاید او برخلیک په اړه هیڅ یادونه نه ده شوې.

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې دا به د دغه هېواد د راتلونکې هر ډول حکومتدارۍ لپاره یوه جدي ننګونه وي.
راپور وايي چې دا په لویه کچه یوه ستونزه ده، او د کریسټال یا میتامپتامین له تولید او قاچاق سره چې ډېره ګټه یې طالبانو ته رسیږي، نوره هم پېچلې شوې ده.
د نشه يي‌توکو تولید او کاروبار
راپور وايي چې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق تر څنګ له نورو برخو څخه د طالبانو کلنی عاید له ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه یو نیم بیلیون ډالرو ته رسیږي، چارواکي وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې که څه هم دغه عاید کم شوی دی، خو طالبانو خپلې سرچینې په موثره توګه وکارولې او د نقدو پیسې له بحران سره مخ نه شول.
د تریاکو په کښت او ګټه کې کموالی، له پراختیايي پروژو لږ عایداتي مالیه ترلاسه کول او نور هغه څه دي چې تېر کال د طالبانو مالي عاید هم ورسره کم شوی دی.
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو له خوا په زیاته کچه د هغو سیمو بیا نیول چې تریاک په کې کرل کېدل هم یو له هغه لاملونو څخه دی چې د طالبانو عاید یې لږ کړی.
د هیروینو کښت او تولید له کلونو راهیسې د طالبانو د ګټې یوه لویه برخه جوړوي، خو په افغانستان کې د کریسټال یا شیشې راپورته کېدو سره په لویه کچه د نشيي توکو یو نوی صنعت او ګټه پېل شوې ده.
ویل کیږی چې د شیشې ګټه تر هیروینو زیاته ده، ځکه عناصر یې ارزانه دي او جوړېدل یې لویو فابریکو ته اړتیا نه لري.
د طالبانو په اړه راپور ورکول شوی چې فراه او نیمروز کې یې د شیشې جوړولو ۶۰ سلنه فابریکې په لاس کې دي.
که څه هم څارونکو دا اټکل نه دی کړی چې طالبان به دې له څومره ګټه ترلاسه کوي، خو له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر دا موندلې چې د شیشې تولید په ډېره تېزۍ مخ پر لوړه روان دی او ګټه یې تر هیروینو ډېره زیاته ده.
راپور وايي چې په افغانستان کې تولید شوې شیشه په کابل کې د ۹۵ سلنه هیروینو کاروونکو له خوا کارول کیږي.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر او ګډو نړیوالو ځواکونو دا موندلې چې د افغانستان شیشه اسټرالیا، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ هېوادونو، ایران او افریقا ته هم قاچاق شوي دي.
پر داعش تر عملیاتو وروسته
په ننګرهار کې پر داعش ډله تر عملیاتو وروسته داسې اسناد موندل شوي چې څنګه د نشه يي توکو د کاروبار کړۍ د ولسوالیو او تر کرښو د اړولو په کچه طالبانو د پیسو جریان تر طالبانو رسوي.
په تېرو څو کلونو کې په ننګرهار کې هغه لارې چې د طالبانو او د هغو د ملګرو له خوا د قاچاق لپاره کارول کېدې، د داعش ډلې نیولې وې.
په دغه موده کې د طالبانو د نشه يي توکو اړوند فعالیتونه چې تر ډېره په حصارک او شېرزاد ولسوالیو کې ول، د دولت تر واک لاندې لارو ته ولېږدېدل، چې هم یې لګښت زیات شو او هم د قاچاقبرانو د نېول کېدو وېره.
سرچینې وايي چې وروستیو نیونو او بندیزونو دا ښودلې چې د داعش په نشتوالي کې چې د کوکنارو د کښت خلاف ول، د قاچاق لارې چې په رسمي ډول طالبانو کارولې بېرته فعالې شوې دي.
راپور وايي چې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو شبکې په ننګرهار او پاکستان کې، امنیتي چارواکو ته په ونډې ورکولو سره په ازاده فعالیت کوي.
د قاچاقبرانو ټولنه چې د تنظیم په نوم یادیږي په ازادانه ډول د کار اجازه ورکول شوې او بېله وېرې د هیروینو، چرسو او نورو نشه يي توکو قاچاق کوي.
د دغه قاچاق ګټه د تنظیم د مشرانو، امنیتي مسئولینو او د طالبانو تر منځ وېشل کیږي، څارونکي وايي چې دا د طالبانو د عاید یوه لویه سرچینه ده.
څارونکې ډلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټولو غړو ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د شیشې تولید او کاروبار یو بل پرمخ زیاتېدونکی صنعت دی، چې باید پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د نشه يي توکو ضد افغان ځواک پیاوړی شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw6nue49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته