کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر سره مخامخ خبري کړي

21 جوزا 1399 ساعت 19:43

ولسمشر غني پرون سې شنبه ارګ کې د پاکستان د پوځ له مشر سره کتل
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن سې شبنه ( مۍ ۹ ) کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
اعلامیه وایي: "په دغه کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي ".


د پاکستاني پوځ مشر د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استاز زلمي خلیلزاد سره له لیدلو وروسته کابل ته راغلی.
ښاغلي خلیلزاد له جنرال باجوه سره له لیدلو وړاندې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې وې.
د بندیانو تبادلې بهیر:
کابل ته د جنرال باجوه له راتګ سره هم مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل یوې خبرې خبرې غونډې ته وویل چې افغان حکومت تر دې دمه ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي دي.
ښاغلي فیصل له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي نور کمولو او د نورو بندیانو ازادولو برخه کې ګامونه واخلي.
د ملي امنیت شورا ویاند وویل تر دې طالبانو ۲۷۷ افغان امنیتي او دفاعي منسوبین خوشي کړي او پکار ده چې هغه ټول زندانیان خوشي کړي چې له دې ډلې سره دي، هغه که د ښاغلي فیصل په وینا د امنیتي ځواکونو منسوبین وي، ملکي وګړي وي او یا د دولتي ملکي ادارو کارکوونکي وي.
افغان حکومت وايي، تر درې زرو طالب بندیان یې خوشي کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې پرمختګ برخه کې بله مهمه خبره د مخامخ خبرو پیل دی چې طالبان باید دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، هغه د دې خبرو لپاره د افغان دولت د چمتووالي خبره یو ځل بیا وکړه.
په افغان حکومت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پرون رسنیو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو به په راتلونکو څو ورځو کې قطر کې پیل شي.
دغه سرچینه وايي له هغه مخکې به یو زیات شمېر طالب بندیان خوشې شي.
ویل کېږي په افغانستان کې دننه په سیاسي ناستو کې په راتلونکو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل بحثونه هم تاوده دي.
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي د دغو خبرو د پیل، ځای او وخت ټاکلو لپاره هڅې روانې دي.


د مطلب کود: 211804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211804/اشرف-غني-د-پاکستان-پوځ-مشر-سره-مخامخ-خبري-کړي

آوا
  https://www.avapress.com