دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 211818
خلیلزاد د پاکستان او قطر د سفر جزیات له افغان چارواکو سره شریک کړل
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر او پاکستان تر سفر وروسته کابل ته راغلی او دلته یې له جمهور رییس محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره کتلي دي.
  په دې لیدنه کې، چې پرون مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، د جمهور رییس غني پر مرستیالانو سربېره، د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم شتون درلود.
ارګ زیاتوي چې په دې لیدنه کې د سولې پر پروسې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې د عملي ګامونو پر اخیستلو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو پر ژمنو بحث او خبرې وشوې.
د ارګ خبرپاڼه وایي، جمهور رییس غني یو ځل بیا سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې د حکومت اساسي هدف د سولې په برخه کې عملي ګامونه اخیستل دي.
خلیلزاد په یاده ناسته کې ویلي، نړیواله ټولنه د افغان سولې له اوسنۍ پروسې او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو بشپړ ملاتړ کوي.
که څه هم تر اوسه د دغو خبرو ځای او نېټه نه دي ټاکل شوې، خو داسې راپورونه شته چې د افغانانو تر منځ خپلمنځۍ خبرې به د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.
https://avapress.com/vdcgqq9x7ak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته