کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې څلور تنه د چپاولګرۍ په تړاو ونیول شول

22 جوزا 1399 ساعت 9:49


د کابل پولیس وایي، یادو کسانو د کابل ښار په مختلفو برخو کې د وسلې په زور له خلکو موبایلونه او پیسې اخیستې، چې تر پېژندنې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،له یادو کسانو سره یو مېل تفنچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
که څه هم په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د امنیتي بنسټونو هڅې کړندۍ شوې، خو بیا هم د جنایي جرمونو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي.
 


د مطلب کود: 211820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211820/په-کابل-کې-څلور-تنه-د-چپاولګرۍ-تړاو-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com