دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 211828
امریکايی جنرال: طالبانو تر اوسه له افغانستان زموږ وتلو ته شرایط نه دي برابر کړي
د امریکايي پوځ یو قومندان- چې په افغانستان د دغه هېواد ځواکونه څاري- وايي، طالبانو لا هم هغه شرایط نه دي پوره کړي چې له مخې یې تر راتلونکې مۍ میاشتې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان بشپړ شي. دواړو غاړو په فبرورۍ کې په دې اړه تړون لاسلیک کړ.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سرپرست جنرال فرانک مکنزي ویلي چې امریکا د دې پروګرام له لومړۍ برخې مخکې ده، چې تمه ده تر جولای خپل سرتیري ۸۶۰۰ ته ورسوي.
خو جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې تر مۍ یا راتلونکي پسرلي پورې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي دي.
هغه چې په فلوریډا کې اوسیږي په واشنګټن کې د منځني ختیځ لپاره د یوه موسسې په کوربتوب ویډیويي غونډه کې وویل:
"دا شرطونه په دې ډول دي: ایا ډاډمنېدلی شو چې پر موږ بریدونه پای ته رسېږي؟ که له ما وپوښتئ په اوسني حالت کې دا شرایط نه دي پوره شوي."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې له لوی لګښت ناراض دی او له دغه هېواد یې د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو غوښتنه کړې.
جنرال مکنزي وايي، طالبان امریکا نه ګواښي، طالبانو هیڅکله هم امریکا نه ده ګواښلې، د ګواښ سرچینه هغه ډلې دي چې دوی افغانستان کې اجازه ور کوي.
نوموړي افغانستان کې داعش او القاعده پورې تړلو ډلو ته په اشاره زیاته کړه:
"زما په باور طالبان د داعش ملګري نه دي او د دوی پر وړاندې کار کوي. خو ما ته دا نه ده جوته شوې چې دوی به د القاعده پر وړاندې هم همدا دریځ غوره کړي."
جنرال مکنزي وویل چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د "راتلونکې لار نخشې د ارزولو" لپاره په خپل منځ کې او د ناټو غړو او خپلو ایتلافي ملګرو سره په "خورا ځواکمنو خبرو" بوخته ده.
https://avapress.com/vdchizni623nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته