دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 211849
نبي او راشد خپلو فارمټونو کې د نړۍ غوره لوبغاړي اعلان شوو
د هېواد د کړېکټ ملي ټيم لوبغاړی محمد نبي عیسې خېل په تازه درجه بندۍ کې د نړۍ غوره آلرونډر ټاکل شوی دی.
محمد نبي د کړېکت شورا لخوا په دوه فارمټونو یعنې شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی درجه آلرونډر اعلان شوی دی.
د هېواد بل پیاوړی لوبغاړی راشد خان هم د آی سي سي په نوې درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی اعلان شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6nuo49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته