دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 211856
په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ زره او ۸۹۰ تنو ته ورسېد
دغه وزارت وایي، د کورونا ویروس ډېری ثبت شوې پېښې په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه کورونا ویروس مړه کړي، ۳۱۳ تنه ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۴۲۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳۲۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
 
https://avapress.com/vdciwzarqt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته