دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 211882
افغان جاپان روغتون کې د آکسیجن نشتوالي له کبله ناروغان مړه شوي
افغان جاپان روغتون کې د آکسیجن نشتوالي له امله یو شمېر په کرونا ویروس اخته ناروغان مړه شوي دي.
د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر طلوع نیوز ته نن ( پنجشنبه غبرګولي ۲۲ ) ویلي چې یاد روغتون کې د آکسیجن نشوالي له امله له سهار راهیسې شپږ ناروغان مړه شوي دي.
هغه ویلي چې که روان حالت کنترول نه شي، ښايي د مړو شمېر ډېر شي.
له دې سره همهاله د عامې روغتیا وزارت هېواد کې  ټولو خصوصي لابراتوارونو او روغتونونو ته د کرونا ویروس د معاینې او درملنې اجازه ورکړه.
د عامې روغتیا وزارت  سرپرست وزیر جواد عثماني نن د یوې خبري ناسې پرمهال وویل، چې وضعیت ترینګلی شوی او کرونا ویروس د هرې کورنۍ ور ټکولی دی.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه ټول هېواد کې ۲۲ زره او ۸۹۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې له همدې شمېر څخه ۴۲۶ کسان مړه او درې زره او ۳۲۶ کسان بېرته ښه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6znii23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته