دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 211883
ارګ: د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیلېږي
د افغانستان حکومت وايي، ډېر ژر به د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او پاکستاني پلاوي له سفر وروسته، ارګ وايي د بین‌الافغاني خبرو پیل ته لږ وخت پاتې دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، هغه وخت رارسېدلی چې د سولې د راتلو لپاره عملي ګامونه پورته شي او تر خوا یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره نوره هم زمینه برابروي او افغان حکومت په دې برخه کې بشپړه ژمنتیا لري.
ښاغلي صدیقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۲» په یوه خبري غونډه کې که څه هم د سولې د مخامخ مذاکراتو د پیل کره نېټه یاده نه‌کړه، خو زیاته‌یې کړه، په دې اړه تفصیلي بحثونه شوي دي.
ښاغلی صدیقي زیاتوي: "له وخته مخکې ده چې نن د مذاکراتو د پیل ورځ اعلان کړم، مګر په دې مسایلو په پوره جزئیاتو سره کار روان دی. هیله‌مند یم چې په لنډو راتلونکو ورځو کې د مخامخ خبرو له سیمې، د مذاکراتو د پیل او وخت په اړه معلومات له تاسې سره شریک کړو."
 
د ولسمشر ویاند همدا ډول کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه وویل، اسلام‌اباد په دې سفر کې د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه روښانه پیغام درلود.
خو ښاغلي صدیقي هیله وښوده چې پاکستان به دا ځل د تېر په پرتله د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت ګام پورته کړي.
د افغانستان حکومت داسې مهال د سولې د مذاکراتو د پیل په اړه هیله‌مندي ښيي چې ولسمشر غني د پنج‌شنبې په ورځ له قطري چارواکو سره هم د سولې پروسې او د بین‌الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړي، هغه هېواد چې طالب مشران په‌کې دېره دي او له امریکا سره د طالبانو د سولې خبرې او هوکړه په‌کې لاسلیک شوې ده.
طالبان بیا د افغانانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو پیل د دوی د بندیانو په ازادۍ پورې محدودوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی بندیان د هغه نوملړ پر بنسټ چې دوی د افغانستان حکومت ته سپارلی، ازاد شي، دوی خبرو ته چمتو دي.
 
ښاغلی شاهین زیاتوي: "د اسلامي امارت له پیل څخه موقف دا دی چې د دوحې هوکړه‌لیک د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مناسب چوکاټ جوړوي. که زموږ د لېست مطابق زموږ بندیان ازاد شي، اسلامي امارت د مذاکراتو پیل ته چمتووالی لري."
طالبانو وړاندې هم د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د زندانیانو ازادي کلي بللې وه.
د افغانستان حکومت تر اوسه ۳ زره طالب بندیان له بنده ازاد کړي دي. دوه ورځې وړاندې د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وویل، د بین‌الافغاني مذاکراتو تر پیل پورې به ټول طالب زندانیان ازاد شي او یا به هم په دومره شمېر له بنده خوشې شي چې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د امریکا حکومت هم له دواړو لورو غوښتي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د مذاکراتو بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzarpt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته