کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې طالبانو دوه امنیتي سرتېري وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جوزا 1399 ساعت 17:11


د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني ویلي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د وردوج ولسوالۍ پر غنیوي کلي برید ترسره کړی دی.

د روحاني د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو دغه برید تر سهاره روان و او یو پولیس هم په کې ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې سیمې ته د مرسته کوونکیو ځواکونو په رارسیدو ۳ وسلوال طالبان هم ووژل شول او ۶ نور ټپیان دي.
 طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

ویل کیږي، چې بدخشان د هېواد یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې د وسلوالو مخالفانو پراخې هڅې تر سره کیږي.


د مطلب کود: 211887

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211887/په-بدخشان-کې-طالبانو-دوه-امنیتي-سرتېري-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com