دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 211891
ارګ: د پاکستان پلاوی له ښه نیت سره کابل ته راغلی و
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د جون په ۱۱مه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان پلاوی له ښه نیت سره ورغلی، خو دوی په عمل کې غواړي چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په بهیر کې صادقانه مرسته وکړي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د استخباراتو د مرکزي ادارې (ای اس ای) مشر جنرال فیض حمید د سې شنبې په ورځ په کابل کې وو.
د پاکستان د دې لوړ رتبه پلاوي تر سفر وروسته، د افغانستان حکومت وویل چې دوی تمه لري چې د سولې لپاره د افغانانو خبرې به ژر پېل شي.
د ولسمشر غني ویاند هم نن په کابل کې ویلي چې د پاکستاني پلاوي نظر د پخوا په پرتله متفاوت و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwzniz23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته