دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 211893
ناروې کې په جومات بریدکوونکی په ۲۱ کاله بند محکوم شو
د ناروې هیواد یو اوسیدونکی د خپلې چینایي ناسکه خور د قتل او په یو جومات کې د لمونځ کوونکو د وژنې د هڅې په جرم په ۲۱ کاله بند محکوم شو.

ښي اړخی سخت دریځه فیلپ منشوس، په جومات باندې د تیر کال برید دمخه د مهاجرینو او مسلمانانو ضد نظریات په ډاګه کړي وو چې په محکمه کې یې هم پر خپلو څرګندونو پښیماني په ډاګه نکړه.
منشوس، چې اوس ۲۲ کلن دی د خپلې میرې لور یو هان ژانگجیا، چې په فرزندۍ یې منلې وه په خپل کور کې یې په ډزو ووژله او بیا یې ددې کار دلیل دا وګاڼه چې د یوهان د اسیایي نژاد په وجه یې کورنۍ ته خطر متوجه دی.
هغه وروسته بیا خپل کور ته نژدې د النور اسلامي مرکز ته لاړ او دمخه تر دې چې یو ۶۵ کلن لمونځ کوونکی ترې وسله واخلي څو ډزې وکړې، خو څوک پرې ونه لګیدل.
د محکمې قاضي انیکا لیندستروم، وویل: "هغه د زیات شمیر مسلمانانو د وژلو په هدف هلته (اسلامي مرکز) ته تللی و".
منشوس همداشان د نیوزیلاند په دوو جوماتونو کې د یو سپین پوستي نژاد پالونکي کس په واسطه د ۵۰ تنو وژنه هم ستایلې وه چې دغه شخص خپل دغه کار په ژوندۍ بڼه هم خپراوه.
منشوس هم پر جومات باندې د برید پر وخت کمره لرونکې خولې پر سر کړې وه، خو په ژوندۍ بڼه د پیښې په خپرولو کې ناکام شو.
د ۲۱ کاله بند سزا حکم اوسمهال په ناروې کې د قتل او د ترهګرۍ ضد قانون د ماتولو تر ټولو سخته سزا ده، خو که له ۲۱ کالو وروسته بیا هم هغه ټولنې ته ګواښ وګڼل شي، بیا به هم تر نامعلومې مودې پورې په زندان کې پاته شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhve8tuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته