کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګران هېواد: ډېر ژر به په ایران کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وشي

22 جوزا 1399 ساعت 19:31

وروسته له هغه چې په ایران کې مېشتو افغانانو له هغوی سره د ایراني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت وکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد ته د یو پلاوي په لېږلو سره به د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو د ځورونې پېښې وڅېړل شي.



په ایران کې مېشتو افغانانو کلید ته په رالېږلو غږیزو پیغامونو کې ویلي، کله چې په افغانستان کې د ایران پر وړاندې لاریونونه وشول او بیرغ ته یې اور ورته شو، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له دوی سره ناوړه چلند پیل کړی او کار کولو ته یې نه پرېږدي.
دوی وایي، ایراني ځواکونو نانوایانې پرې تړلې، کار کولو ته یې نه پرېږدي او ډېری یې اوس په ګڼو ناروغیو اخته شوي دي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغانانو د وژلو، ځورولو او سیند د هغوی د غورځولو د پېښو څېړلو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل، د ملي امنیت شورا ته د دوی د وړاندې شوي راپور پر اساس به یو پلاوی ایران ته سفر وکړي، څو هلته له مېشتو افغانانو سره د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند پېښې وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ایراني ځواکونو له خوا هلته د مېشتو افغان کډوالو پر موټر د شوي برید په غبرګون کې په افغانستان کې پراخه لاریونونه وشول او د ایران پر ضد یې شعارونه ورکړل.
 


د مطلب کود: 211898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211898/ګران-هېواد-ډېر-ژر-په-ایران-کې-د-مېشتو-افغانانو-ستونزو-ته-رسېدنه-وشي

آوا
  https://www.avapress.com