کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان کې د کرونا ناروغانو په ډېرېدو د عمران خان اندېښنه

23 جوزا 1399 ساعت 11:01

پاکستان کې د کرونا له کبله د مړینې ډېرېدو په تړاو اندېښنې
د پاکستان حکومت د کرونا ناروغانو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي که خلک روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي نو روغتونونو کې به د ناروغانو لپاره ځای خالي نه وي.
دا پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي، چې د اټکل له مخې ښایي پاکستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ډېر وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
هغه ویلي، چې نړۍ کې هم لومړی د اغېزمنو کسانو شمېر ډېر او بیا وروسته کم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې روغتیایي چارواکي د کرونا ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
پاکستان کې د کورونا وېروس پېښې ۱۲۰ زرو ته رسېدونکې دي. ټولټال ۲۳۵۰تنه له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

ایران کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۱۸۰زره څخه اوښتی دی او هلته له دې ناروغۍ څخه نېږدې ۹زره کسان مړه شوي دي.
د جان هاپکېنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له دوه میلیونه کسانو اوښتی دی. په روسیه کې بیا د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۵۰۰ زره کسانو ته رسېدلی، چې له کبله یې دغه هېواد د ناروغانو شمېر له پلوه له امریکا او برازیل وروسته اوس درېیم ځای لري.
په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ناروغانو شمېر اووه اعشاریه ۱۵میلیونو وګړو ته رسېږي او له دې ناروغۍ څخه ۴۱۶زره تنه ترې مړه شوي دي.

د مطلب کود: 211905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211905/پاکستان-کې-د-کرونا-ناروغانو-په-ډېرېدو-عمران-خان-اندېښنه

آوا
  https://www.avapress.com