کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رییس غني: پاتې دوه زره بندیان به ژر خوشې شي

23 جوزا 1399 ساعت 11:05

افغان حکومت خبر ورکوي چې د درې زره طالب بندیانو د خلاصېدو لړۍ یې بشپړه کړې ده او پاتې دوه زره نور طالب بندیان به هم ژر خوشي کړي.
جمهور رییس محمد اشرف غني د اتلانتیک څېړنیز بنسټ ته د خبرو پر مهال وویل، چې تر دامهال یې ۳زره طالب بندیان خوشې کړي او پاتې دوه زره بندیان به هم نېږدې ورځو کې خوشې کړي، چې له مخې به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم پیل شي.



جمهور رییس همدارنګه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان مذاکراتي ټیم چمتو دی تر څو له دوی سره خبرې پیل کړي.
بلور ته طالبان وایي هغه وخت بین الافغاني خبرو ته کېنې چې کله د دوحې تړون له مخې د دوی پنځه زره طالب بندیان ازاد شي او بیا به بین الافغاني خبرو ته دوام ورکوي.
افغان حکومت د درې زره بندیانو د خلاصون خبر ورکړی او طالبانو بیا له پنځه سوه د ډېرو  حکومتي بندیانو ویلي دي، چې د دوحې تړون له مخې به پنځه زره طالب بندیان حکومت او  ۱۰۰۰تنه حکومتي بندیان به طالبان خوشې کوي.


د مطلب کود: 211907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211907/جمهور-رییس-غني-پاتې-دوه-زره-بندیان-ژر-خوشې-شي

آوا
  https://www.avapress.com