دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 211907
جمهور رییس غني: پاتې دوه زره بندیان به ژر خوشې شي
افغان حکومت خبر ورکوي چې د درې زره طالب بندیانو د خلاصېدو لړۍ یې بشپړه کړې ده او پاتې دوه زره نور طالب بندیان به هم ژر خوشي کړي. جمهور رییس محمد اشرف غني د اتلانتیک څېړنیز بنسټ ته د خبرو پر مهال وویل، چې تر دامهال یې ۳زره طالب بندیان خوشې کړي او پاتې دوه زره بندیان به هم نېږدې ورځو کې خوشې کړي، چې له مخې به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم پیل شي.

جمهور رییس همدارنګه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان مذاکراتي ټیم چمتو دی تر څو له دوی سره خبرې پیل کړي.
بلور ته طالبان وایي هغه وخت بین الافغاني خبرو ته کېنې چې کله د دوحې تړون له مخې د دوی پنځه زره طالب بندیان ازاد شي او بیا به بین الافغاني خبرو ته دوام ورکوي.
افغان حکومت د درې زره بندیانو د خلاصون خبر ورکړی او طالبانو بیا له پنځه سوه د ډېرو  حکومتي بندیانو ویلي دي، چې د دوحې تړون له مخې به پنځه زره طالب بندیان حکومت او  ۱۰۰۰تنه حکومتي بندیان به طالبان خوشې کوي.
https://avapress.com/vdcfxyd0ew6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته