خوښ ديک ۰

د کونړ اوسیدونکي: پاکستاني پوځیانو په کونړ کې له کرښې دې غاړې ته پوستې جوړې کړې دي

د کونړ اوسېدونکي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو او د ځینو ولسوالیو په کلیو کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د پوستو له جوړېدو خبر ورکوي. د خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځيانو حتی، د دغو ولسوالیو ځينې برخې د اغزن سیم په لګولو سره جلا کړې دي.
د کونړ اوسیدونکي: پاکستاني پوځیانو په کونړ کې له کرښې دې غاړې ته پوستې جوړې کړې دي

د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد دین صافی بیا وايي، پاکستاني عسکر په دې نامه دلته تاسیسات جوړوي چې ګواکې له امریکايي او افغان پوځيانو سره په ګډه ترهګر تعقیبوي.
خو په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان محمد ایوب حسین خیل وايي، چې ځواکونو یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هېڅکله هم پاکستاني ځواکونو ته د پرمختګ اجازه نه ده ورکړې.
په کونړ ولایت کې تل د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړې رامنځته شوې دي او دغه ولایت په وار وار له هغو سیمو چې د پاکستاني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، تر توغندويي بریدونو لاندې راغلې دي.
شنبی ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود: 211925 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *