د کونړ اوسیدونکي: پاکستاني پوځیانو په کونړ کې له کرښې دې غاړې ته پوستې جوړې کړې دي
د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد دین صافی بیا وايي، پاکستاني عسکر په دې نامه دلته تاسیسات جوړوي چې ګواکې له امریکايي او افغان پوځيانو سره په ګډه ترهګر تعقیبوي.
خو په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان محمد ایوب حسین خیل وايي، چې ځواکونو یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هېڅکله هم پاکستاني ځواکونو ته د پرمختګ اجازه نه ده ورکړې.
په کونړ ولایت کې تل د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړې رامنځته شوې دي او دغه ولایت په وار وار له هغو سیمو چې د پاکستاني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، تر توغندويي بریدونو لاندې راغلې دي.