د کونړ اوسېدونکي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو او د ځینو ولسوالیو په کلیو کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د پوستو له جوړېدو خبر ورکوي.
د خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځيانو حتی، د دغو ولسوالیو ځينې برخې د اغزن سیم په لګولو سره جلا کړې دي.