د ایران سفیر بهادر امینیان د کندهارله والي حیات الله حیات سره په لیدنه کې وویل: ایران او افغانستان د ګډو مشترکاتو لرلو تر څنګ، په سوداګریزه برخه کي هم د پام وړ پرمختګ کړي او هیله مند یو، چي دغه اړیکي لا هم پراختیا ومومي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه هر اړخیزې خبرې وکړې.