خوښ ديک ۰

د کابل په لوېدیځ کې چاودنې د جومات د امام په ګډون څلور تنه وژلي

د کابل څلورمې امنیتي حوزې په اړوند کارتې چهار سیمې شیر شاه سوري جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې د دغه جومات امام مولوي عبدالعزیز ملفح او درې تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

  
د کورنیو چارو زوارت د دې پېښې پخلی کوي او وايي چې په دغې پېښه کې اته تنه لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت بیا د ټپيانو شمېر ۱۷ تنه ښيي.
د  اخیستل شوي انځورونه څرګندوي چې پېښې د جومات په محراب کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
جاوېد چې د سیمې اوسېدونکی دی وایي کله چې په جومات کې و، دا پېښه وشوه.
 د سیمې اوسېدونکي امنیتي او استخباراتي ځواکونه د دوی د امنیت په ټينګښت کې په ناتوانۍ توري او وایي چې هېڅ ځای ان سپېڅلي ځایونه هم امن نه دي.
د سیمې اوسېدونکي دا کړنه د اسلامي ارزښتونو پر خلاف بولي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې لس ورځې وړاندې په یوې ورته چاودنه کې د وزیر محمد اکبرخان د جومات ملا امام ایاز نیازی او یو تن بل ووژل شول او اته تنه نو رټپيان شول.
شنبی ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود: 211932 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *