دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 211934
لنډمهالي حکومت په اړه د غني غبرګون تاریخي تېروتنه به تکرار نه کړم
ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د لنډمهالي حکومت د رامنځتته کېدو د احتمال په هکله وايي چې دا تاریخي تېروتنه به تکرار نه کړي. د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د پېلېدو لپاره له نړیوالو هڅو او د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو سره همهاله؛ ولسمشر غني د امریکا متحده یاالتونو د اتلانتیک شورا په څېړنیز بنسټ کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې که د سولې د راتګ لپاره د طالبانو یو شرط د لنډمهالي حکومت جوړېدل او یا له واکه د نوموړي لرې کول وي؛ وایي چې تاریخي تېروتنه به ونه کړي.
ښاغلی غني ټينګار کوي چې د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې له مجاهدینو سره د خبرو په لړ کې د استعفا اعلان وکړ او د لنډمهالي حکومت په اړه بحث اوس له وخت مخکې دی.
افغان ولسمشر وویل:«له مجاهدینو سره د مذاکراتو په لړ کې د ډاکټر نجیب تر ټولو لویه تېروتنه دا وه چې د استعفا اعلان یې وکړ .مونږ دا فلم یو ځل لیدلی دی؛ نه غواړو تکرار یې ووینو ځکه پوهېږو چې پای به یې څه وي.»
 غني ټينګار وکړ چې راتلونکې اوونۍ به د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو په برخه کې د سولې بهیر نور ګامونه پورته کړي؛ خو له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د هوکړې او له تاوتریخوالي د دې ډلې د لاس اخیستو په صورت کې کومو کارونو ته اړتیا ده.
       
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«ولسمشر باید د یوه نوي حکومت جوړېدو ته چمتو وي او د خپلې د استعفا په منظور مخکې له مخکې چمتووالی ولري.»
پخوانی ډېپلوماټ احمد سعیدي هم څرګندوي:«تر هغې چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پایله وروستۍ هوکړې ته نه وي رسېدلي. د واک تشه به د هېواد په ګټه نه وي.»
بل خوا یو شمېر کارپوهان وایي چې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره حکومت باید له هر ډول ځان غوښتنې تېرېدنې ته چمتو و اوسي ځکه سوله قرباني غواړي.
  
د پوهنتون استاد نصرالله  ستانکزي وویل:«باید دا سناریو د افغانستان دولت او سیاستوال په پام کې ونیسي چې د اوسني نظام په چوکاټ کې به مخالفین مدغم نه شي. نو د سولې هوکړې په پای کې د نظام بدلون تر سترګو کېږي.» 
تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د افغانانو تر منځ خبرې به په دوحه کې وشي او دا بهیر د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړېدو ته په تمه دی.
 
https://avapress.com/vdcfmyd0jw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته