دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 211939
د شیرشاه سوري وژل شوی ملا امام څوک و؟
د شیرشاه سوري جومات ملا امام مولوي عزیزالله ملفح چې د جمعې لمانځه د ادا کولو پر مهال په دغه جومات کې یوې چاودنه کې ووژل شو څوک و؟ مولوي عزیزالله مفلح د پنچشیر د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه د قرآن او حدیث په علومو کې د ماسټرۍ تر کچې تحصیل کړی و او د افغانستان د علماوو د سراسري شورا غړی هم و.
د شیرشاه سوري د جومات خطیب مولوي عزیزالله مفلح  دویم پېژندل شوی دیني عالم دی چې په وروستیو لسو ورځو کې په جومات کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل کېږي.
دیني عالم سالم حسیني په دې اړه وايي:«دوی د معتدلو او پوهو څېرو په حذفولو سره، د افراطیت او د خپلو جاهلانه او توندلاریو مفکورو د تبلیغ لپاره زمینه برابروي.»
د حج او اوقافو وزارت وایي چې مولوي مفلح څه باندې لس کاله په دغه جومات کې امامت کړی و او د قومي؛ ژبني او مذهبي تعصب پر وړاندې درېده او پر تعصب یې نېوکې کولې.\
مولوي مفلح  دیني زده کړې په پاکستان کې کړې وې؛ خو خپله ماسټري یې په کابل کې پای ته رسولې وه.
دیني عالم عبدالدیان زاهد وویل:«که چېرې یو ذره عقیده یې هم پر خدای لرله، دا ډول شخصیتونه به یې نه په نښه کول.»
 
د کابل اوسېدونکی قند آغا شریف پور هم وايي:«نه غواړو چې د یوې مور اوښکې پر ځمکه پرېوځي او زوی بې موره شي او زموږ ملت بې له پوهنتونه او کتابه شي.» 
مولوي عزیزالله مفلح پر دیني پروګرامونو سربېره په خپلو ځينو خطبو کې له اوسني نظام او دولتي ځواکونو ملاتړ کاوه.
دیني عالم محمد شمیم صمیم څرګندوي:«واقعاً چې موږ هم ترې اغېزمن شوي یوو، حتا زموږ پر پښو هم یو ډول لړزه راغلې ده چې څه خبره ده چې علما ناحقه وژل کېږي.»
تر دې وړاندې په وزیر محمد اکبرخان جومات کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې د دغه جومات خطیب ډاکتر محمد ایاز نیازی ووژل شول؛ د هغې پېښې مسوولیت داعش پر غاړه واخیست.
https://avapress.com/vdcae6nuo49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته