د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسئول عادل حیدر وویل چې یاد برید تېره شپه نهه نیمې بجې شوی.
په وژل شوو کې د عبدالولي اخلاص دوه تنه ساتونکي او پنځه تنه نور د نوموړي ملګري شامل دي، چې درې یې د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي.
عبدالولي اخلاص په دې ولایت کې د حزب اسلامي مهم غړی او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د حزب په نماینده ګي له دې ولایت څخه نوماند هم ؤ.
حیدر وایي تراوسه معلومه نه ده، چې یاد برید چا او دکومې موخې لپاره ترسره کړی، خو په خبره یې چې په سیمه کې د پولیسو پلټنې روانې دي.