دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 211951
پاکستان کې کرونا په یوه ورځ ۱۰۷تنه مړه کړل
د پاکستان روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا د ناروغانو مړینه په ډېریدو ده، چې تېره ورځ هم په یوه ۱۰۷تنه مړه شول.
عمران خان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د کرونا په مخنیوي کې ورسره بشري مرستې وکړي.
د معلوماتو له مخې پاکستان کې د کورونا وېروس پېښې ۱۲۰ زرو ته رسېدونکې دي او هلته د کرونا ناروغۍ څخه د قربانیانو شمېر ۲۴۶۳ تنو ته ورسېد.
ایران کې هم د کرونا ناروغۍ ډېر زور کړی هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۸۳زره کسانو ته رسېږي او له دې ناروغۍ څخه بیا نېږدې نهه زره وګړي ترې مړه شوي دي.
هند کې بیا پر کرونا د اخته کسانو شمېر  ۲۹۸زره ته رسېږي او هلته له اته زره ډېر کسان له دې وېروس څخه مړه شوي دي.
په ټوله نړۍ کې اوس د دکوویډ – ۱۹ ثبت شویو ناروغانو شمېر اووه اعشاریه ۳میلیونو کسانو ته رسېدلی او ۴۱۶ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcenz8wzjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته