دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 211960
غور ولایت کې ۷ امنیتي سرتیري وژل شوي
د غور ولایت امنیتي مسؤلین وايي، چې طالبانو تېره شپه د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.
غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د پولیسو قومندان فخرالدین ویلي، چې طالبانو تېره شپه ( جمعه غبرګولي ۲۳ ) د یادې ولسوالۍ په آبک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی، چې اووه سرتیري پکې وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره برید کې یو سرتیری ټپی شوی هم دی او یو بل لادرک دی.
ښاغلي فخرالدین ویلي، چې د طالبانو یاد برید غور کې د دوی د مرستیال ملا احمد شاه او د طالبانو بل مشهور قومندان ملا مصطفی له لوري رهبري شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی خپور کړی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepz8w7jh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته