د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې نن ( شنبې غبرګولي ۲۴ ) یې خپاره کړي، تېرو څلریشت ساعتونو کې ۵۵۶ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د تازه معلوماتو له مخې له تېرې ورځې راهیسې په کرونا اخته پنځه نور کسان مړه شوي، چې د ټولو قربانیانو شمېر ۴۵۱ ته لوړ شو.
مثبت اړخ یې بیا دا چې ۲۷۳ نور کسان له یاد ویروس څخه ښه شوي او کورنو ته تللي دي، چې په ټوله کې د روغ شویو کسانو شمېر ۴ زره او ۲۰۱ ته لوړ شوه.
کابو ۷ میاشتې کېږي چې کرونا ویروس ټول نړۍ کې خپور شوی او تر اوسه له ۷ میلیونو ډېر کسان پرې اخته شوي، چې نړۍ کې له ډېرو هڅو سره – سره لا یې هم ضد درمل یا واکسین نه دی جوړ شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)