دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 211979
بشر حقونو کمېسیون: د ځینو طالب بندیانو پر خوشې کولو اندېښمن یو
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د طالب بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې د ځینو مواردو په اړه اندېښمن دی.


‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي لا هم ورسره د حکومت له لوري د هغو طالب بندیانو په اړه چې خوشې شوي يا خوشې کېږي معلومات نه دي شریک شوي او په دې اړه اندېښمن دي.

‎د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل ،ممکن په دغې پروسه کې د جګړو د قربانیانو په برخه کې عدالت نقض شي.

‎هغه زیاته کړه: "موږ له دې امله اندېښمن یو چې د جګړې د قربانیانو حق العبد او عدالت به څنګه کېږي؟ په قضایي برخه کې دا کسان چې خوشې شوي او لا خوشې کېږي څومره یې په جنګي جرایمو تورن دي؟ چې په حملو کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، همدارنګه له ازادۍ وروسته یې دا ضمانت شته چې دوی به بېرته د جګړو کرښو ته نه ځي؟"

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې ټینګار کړی و چې حکومت باید له دوی سره د طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې له دوی سره معلومات شریک او مشوره وکړي.

خو د دغه کمېسیون په خبره لا هم ورسره مشوره نه ده شوې.

‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مسئولين وايي، افغان حکومت او طالبانو ته يې یو ليک استولی او په دغه ليک کې یې د يادې پروسې په اړه خپلې اندېښنې دوی سره مطرح کړې دي چې کمېسيون په خبره تر اوسه ورته يو لوري هم ځواب نه دی ورکړی.

‎هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو طالب ويندويانو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه کړه.

‎خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر وياند جاوېد فیصل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل هغه کسان له بنده نه خوشې کېږي چې پرې حق العبد او د هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ پېښولای شي.

هغه زیاته کړه: "تر دې دمه ټول بندیان د ولسمشر د فرمان له مخې د هغوی عمر، روغتیایي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتو ازاد شوي دي، هغه کسان چې د هغوی حقوقي او قضایي دوسیې نا تکمیله دي یا پر هغوی حق العبد پاتې وي او یا د افغانستان د ملي امنیت لپاره ګواښ پېښوي له دغه فرمان نه برخمن کېدای نه شي."

‎دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د افغان حکومت له لوري ۳ زره طالبان او د طالبانو له لوري د حکومت له ۵۰۰ زیات بندیان ازاد شوي دي.
‎ افغان حکومت له طالبانو د تاتوریخوالي د کمښت او بین الافغاني خبرو اتر پیلېدو غوښتونکی دی خو طالبان ټینګار کړي چې د دوی او امریکا تر منځ قطر کې د فبرورۍ د ۲۹ مې د لاسلیک شوي هوکړه ليک پر بنسټ باید افغان حکومت یې ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي چې د دغه بهير تر بشپړېدو وروسته به تر يوې اوونۍ پورې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
 
https://avapress.com/vdcefz8wojh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته