کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سوک وهونکي یما سعیدي خپل ګانایي سیال مات کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1399 ساعت 15:51

افغان سوک وهونکي یما سعیدي د سوکوهنې خپله اتلسمه سیالي وګټله او خپل ګانایي سیال یې مات کړ.




د افغانستان د سوکوهنې دې څانګوال، چې په آلمان کې استوګن دی؛ تېره شپه یې د سوکوهنې د نړیوالې ټولنېIBF  تر څار لاندې د ګانا هېواد له سوکوهونکي جي سپینسر سره سیالۍ ته ورودانګل.

دغه سیالي د آلمان په برلین ښار کې تېره شپه ۸ بجې پیل او اته وارې یې د امتیازونو له مخې خپله اووه لسمه بریا تر لاسه کړه.

یما سعیدی تر دې دمه د سوکوهنې د ډګر ۱۸ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۷ بریاوې، ۷ ناک اووټونه او یوه ماته یې په ویاړنه کې په برخه شوي دي.

دغه راز د ده ګانایي سیال جي سپینسر له ۱۳ سیالیو برخمن شوی، چې ۱۱ یې ګټلي او دوه ځلې مات شوی دی.
 


د مطلب کود: 211980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211980/افغان-سوک-وهونکي-یما-سعیدي-خپل-ګانایي-سیال-مات-کړ

آوا
  https://www.avapress.com