دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 211980
افغان سوک وهونکي یما سعیدي خپل ګانایي سیال مات کړ
افغان سوک وهونکي یما سعیدي د سوکوهنې خپله اتلسمه سیالي وګټله او خپل ګانایي سیال یې مات کړ.


د افغانستان د سوکوهنې دې څانګوال، چې په آلمان کې استوګن دی؛ تېره شپه یې د سوکوهنې د نړیوالې ټولنېIBF  تر څار لاندې د ګانا هېواد له سوکوهونکي جي سپینسر سره سیالۍ ته ورودانګل.

دغه سیالي د آلمان په برلین ښار کې تېره شپه ۸ بجې پیل او اته وارې یې د امتیازونو له مخې خپله اووه لسمه بریا تر لاسه کړه.

یما سعیدی تر دې دمه د سوکوهنې د ډګر ۱۸ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۷ بریاوې، ۷ ناک اووټونه او یوه ماته یې په ویاړنه کې په برخه شوي دي.

دغه راز د ده ګانایي سیال جي سپینسر له ۱۳ سیالیو برخمن شوی، چې ۱۱ یې ګټلي او دوه ځلې مات شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7q9xzak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته