دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 211983
کووېډ۱۹ ناروغانو لابراتواري معاینه د روغتیا وزارت له وسې بهر شوې
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر احمد جواد عثماني وايي چې په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو لابراتواري معاینه د دغه وزارت له وسې بهر شوې چاره ده.

هغه زیاتوي چې د کورونا له بحراني کېدو سره، د کووېد نولس ناروغانو پېژندلو طریقه به د لابراتواري معاینو څخه کلینکي بڼې ته به بدلون وکړي.
د روغتیا وزارت نوماند وايي چې له دې وروسته هر ناروغ چې د کووېډ نولس ناروغۍ نښې نښانې ولري، د کووېد نولس ناروغ پېژندل کېږي.
په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ خپرېدا همدارنګه خپل صعودي سیر خوندي ساتلی او په دې وروستیو کې د دغه ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر هم زیاتوالی موندلی دی.
د عامې روغتیا د شمېرو پربنسټ، د ۵۵ زره تنو له ډلې چې معاینه شوي دي، ۲۴زره او ۱۰۲ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته وو، تراوسه ۴۵۱ ناروغان مړه شوي او ۴زره او ۲۰۱ تنه نور ناروغان روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د لابراتواري توکو په هکله هېڅ شمېر نه وړاندې کوي. خو له دې مخکې څو هېوادونو له افغان دولت سره د روغتیايي وسایلو یا د کووېد نولس ناروغۍ د کېټونو مرسته کړې ده چې د شمېرو پربنسټ چې د دغو وسایل نیم یې مصرف شوي دي.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjove8tuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته