په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کورونا وېروس ۵۵۶ نوې مثبتې پيېښې ثبت شوي. له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر، له ۲۴ زرو اوښتي دي. تر اوسه وېروس لږ تر لږه ۴۵۱ افغانان وژلي. بېرته د روغو شویو خلکو شمېر، څه باندې ۴۲۰۰ دی.
په عین وخت کې، بي بي سي موندلې چې یوازې په کابل کې د یوې نیمې میاشتې مخکې پرتله مړینې څلور بربره زیاتې شوې دي. د کابل ښار د یو شمېر جوماتونو د ملاامامانو سره د پرلپسې اړیکو په ترڅ کې لاس ته ورغلي. عامې روغتیا وزارت هم د مړینو د زیاتوالي خبره مني خو وایې دوی یوازې هغه شمېرې تاییدوي چې هره ورځ یې دغه وزارت خپروي.