کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې مړینې تېره یوه نیمه میاشت کې څلور چنده ډېرې شوې دي

25 جوزا 1399 ساعت 9:23

بي بي سي موندلې چې د کابل ښار ځینو سیمو کې د یوې میاشتې مخکې پرتله مړینې څلور چنده ډېرې شوې دي. دا څېړنه ښيي چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په یوه اوونۍ کې د دې ښار په څه باندې ۳۰ جوماتونو کې شاخوا ۳۰ جنازې شوې وې. خو په تېره یوه اوونۍ کې په دغو جوماتونو کې د جنازو شمېر څه باندې ۱۳۰ ته لوړ شوی دی.


که څه هم افغان پلازمېنه کې د مړینو د ډېرېدو کره لامل معلوم نه دی، خو افغان دولت د دې اوونۍ په لومړیو کې اعلان وکړ چې هېواد یې د کورونا ویروس له کبله مرګوني پړاو ته دننه شوی او ددې کړکېچ د کابو کولو لپاره یې نوې تګلارې پلې کړي.
په تېرې یوې نیمې میاشتې کې بي بي سي د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له شاوخوا ۳۰ ملاامامانو سره د خبرو په بنسټ د جنازو د لمونځونو شمېر ثبت کړ. د دې څېړنې په لومړۍ اوونۍ کې په دغو جوماتونو کې۳۷ جنازې ادا شوې وې.
د هرې ورځې په تېرېدو جنازې هم زیاتېدې شپږمه اونۍ کې ثبت شوې شمېرې ښيي چې په ۳۰ جوماتونو کې ۱۳۳ جنازې ادا شوې دي.
درې ورځې وړاندې د کابل والي او په دې ولایت کې له کورونا وېروس سره د مبارزې د کمیټې مسؤل محمد یعقوب حیدري ویلي وو، په هېواد په ځانګړې توګه کابل کې وضعیت بدل شوی او له عمومي تصور ورهاخوا دی. نوموړي وویل:
"غواړم خپله اندېښنه یوځل بیا په جدي توګه اعلان کړم چې له بده مرغه، په دې وروستیو کې د محدودیتونو د بهیر په پلي کولو کې خلکو له موږ سره جدي همکاري ونه کړه. زه پخپله شپه او ورځ یوازینۍ اړیکې چې ترلاسه کوم، په دې اړه دي چې د دې هېواد له کوچني تر لویه همدا چیغې وهي چې، مور مې ناروغه ده، ورور مې ناروغ دی. دا مړی شوی فلانی مړ شوی او دا چې زموږ مړي ومینځئ. په کورونا د اخته شویو شمېر تر هغې لوړ دی چې موږ یې تصور کوو. په کابل کې شاید تر یو میلیون ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي وي ".


د مطلب کود: 212013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212013/کابل-ښار-کې-مړینې-تېره-یوه-نیمه-میاشت-څلور-چنده-ډېرې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com