دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 212017
په هغه خبر پاڼه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه استازولۍ (UNAMA) لخوا خپره شوې ده ویل شوي چې ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره یوځای، په افغانستان کې د مذهبي مشرانو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ څخه د ځانونو د خوندي کولو په اړه خلکو ته د دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره ترسره کوي.
خبر پاڼه زیاتوي چې څه باندې ۴۰۰ دیني عالمانو له حکومت او مرستندویه ادارو سره د هغو پیغامونو د ورکولو په برخه کې کار کړی دی، چې څرنګه ځانونه د کرونا له وبايي ناروغۍ څخه خوندي کولی شي، ملګري ملتونه هیله کوي تر څو خلک هم په خپلو منځونو کې په دې اړه یو له بل سره مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdcizraryt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته