کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ماین چاودنې د یوه ملکي کس ژوند واخیست

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1399 ساعت 10:37

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د ماین چاودنې له کبله یوه ملکي کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان دي.


ننګرهار کې ځیني مسوولین وايي چې چاودنه سهار نیږدې نهه بجې(یک شنبې د غبرګولي په ۲۵مه نېټه) د یاد ولایت ګمرک ته نېږدې شوې ده.
د یاد ولایت د ګمرک رییس، نصرالله صاحبزاده څرګندوي چې د ګمرک کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلي.
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې دپېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او حالت یې ښه دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.


د مطلب کود: 212026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212026/ننګرهار-کې-ماین-چاودنې-د-یوه-ملکي-کس-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com