دغه مراسم، چې په ارګ کې جوړ شوي وو، درېیو نوماند وزیرانو خپل پلانونه جمهور رییس غني ته وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې دندې به په ښه ډول مخته وړي.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني د کانونو او پټرولیمو وزارت لپاره هارون چخانسوري، د پوهنې وزارت لپاره مېرمن رنګینه حمیدي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره محمد طاهر زهیر د سرپرست نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي دي.