دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 212030
د بهرنیو چارو وزارت: سوله ییز لاریونونه د هر چا حق دی
افغان حکومت د ایران له خوا د افغان سفیر د احضارولو په غبرګون کې وایي، سوله‌ییز لاریونونه د هر چا حق دی، خو په وینا یې که په دغو لاریونونو کې د ایران هېواد ته سپکاوی شوی وي، دوی به یې څېړنه وکړي.

تر دې وړاندې ایراني حکومت هلته افغان سفیر له دې کبله احضار کړ و، چې ګواکي په افغانستان کې د لاریونونو پر مهال د دوی هېواد او بیرغ ته سپکاوی شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوی له امنیتي ادارو غوښتنه کړې، څو د یادو مظاهرو د څرنګوالي په هکله دغه وزارت ته معلومات ورکړي.
د دې تر څنګ یاد وزارت وایي، ټاکل شوې چې په نېږدې ورځو کې په ایران کې له افغاانانو سره د ناوړه چلند په تړاو یو لوړ پوړی پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي.
وزارت څرګندوي چې د دغه پلاوي د تګ هدف هلته له افغان کډوالو او کارګرو سره د ایراني حکومت د ناوړه چلند څېړل ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي میاشتې پر ۱۴مه د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو پر موټر د ایراني سرتیرو له لوري ډزې وشوې، چې تر ډزو وروسته د هغوی موټر اور واخیست، درې افغانان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
تر دې پېښې وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ایراني حکومت پر ضد لاریونونه وشول.
 
https://avapress.com/vdcdsx0xzyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته