دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 212035
انسان تښتوونکو کابل کې ۱۲ کلنه انجلۍ تښتولې وه
کورنیو چارو وزارت وايي، هغه دوولس کلنه انجلۍ یې د انسان تښتوونکو له ولکې ژغورلې، چې یوه نیمه اونۍ مخکې یې تښتولې وه.
یاد وزارت نن ( شنبې غبرګولي ۲۵ ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل پولیسو د ۱۷ مې ناحیې اړوند سیمو کې د یو لړ موخه ییز عملیاتو په ترڅ کې له انسان تښتوونکو یوه دوولس کلنه انجلۍ ژغورلې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه نیمه اونۍ مخکې ناپېژنده وسلوالو د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمو څخه یو انجلۍ تښتولې وه، چې د پولیسو لخوا ژغورل شوې ده. پولیسو له دوی سره د انسان تښتوونکو له نښتې وروسته دوه تورن کسان هم نیولي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciprarwt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته